EnglishHealthKabulافغانستان

هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-28 08:30:56🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د هندي سفارت سرپرست د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې څخه د خپل ملاتړ پر دوام او د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د اړینو طبي تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار کړی دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د هند د سفارت سرپرست یتین پټل د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا له وزیر «نورجلال جلالي» سره په لیدنې کې د افغانستان د روغتیا او درملنې په برخې کې د نوي ډیلي پر دوامدارې ملګرتیا ټینګار وکړ. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دغې لیدنې کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. جلالي د هند د همکاریو له امله د مننې ترڅنګ، له دغه هېواده وغوښتل چې د «ګاندي» روغتون له ملاتړ سره دې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، د سرطان ناروغانو روغتون ته اړین تجهیزات برابر کړي، د درملنې د برخې د کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي او په ګاندي روغتون کې د تالاسیمیا څانګه فعاله کړي. په افغانستان کې د هند د سفارت سرپرست هم وویل چې هېواد به ئې د ګاندي روغتون ملاتړ ته دوام ورکړي او د تالاسیمیا څانګې د تجهیز، د کیموتراپۍ لپاره د اړینو درملو او د وړانګو درملنې د تجهیزاتو د برابرولو په…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-28 08:30:56

Timeline

  1. Parstoday

    هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-28 08:23:25

هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button