سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس ګل محمد شکران او د هغه زوی نیولي او بندیان کړي دي. سیمهییز طالب مسوولین د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وایي، چې دوی یې له خلکو سره د جنجال له کبله نیولي دي. د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسلهوال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله. طالبان خپلو سیاسي او وسلهوالو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي. محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول. نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسلهوال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.» د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي. محمدي زیاته کړې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو په کندهار کې د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس نیولی
منابع
Afghan sources
طالبانو په کندهار کې د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس نیولی