افغانستانامنیتبغلانپښتو

د بغلان ولسونه؛ نړیوالې ادارې باید د پاکستان بریدونو په اړه چوپتیا غوره… — Bakhtar

روان خبرSecurityبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-01 12:29:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان یو شمېر اوسېدونکو پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې د ښځو او ماشومانو په نښه کول د توجیې وړ نه دي. د پلخمري ښار اوسېدونکي عبدالواحد باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.د همدې ښار یو بل اوسېدونکي محمدحسن په وینا، پر افغان خاوره بریدونه له سرو کرښو تېرېدل دي.باختر اطلاعاتي اژانس ته د عبدالرحمن په نوم یوه قومي مشر وویل: «افغان ولس تل د سولې غوښتونکی دی او له نورو هم د ورته تګلارې هیله لري».بغلان مېشتو له نړیوالې ټولنې، بشري بنسټونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي او په وینا یې دغو بنسټونو د سولې ټینګېدو برخه کې سپارل شوی مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.تر دې وړاندې هم یو شمېر کارپوهانو نړیوالو بنسټونو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته په اشارې ویلي و، چې دغه اداره په خپل ماموریت کې ناکامه ده او باید خپله تګلاره کې مثبت بدلون راولي.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-01 12:29:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بغلان ولسونه؛ نړیوالې ادارې باید د پاکستان بریدونو په اړه چوپتیا غوره نکړي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-01 11:15:02

د بغلان ولسونه؛ نړیوالې ادارې باید د پاکستان بریدونو په اړه چوپتیا غوره نکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button