Summary: د بغلان یو شمېر اوسېدونکو پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې د ښځو او ماشومانو په نښه کول د توجیې وړ نه دي. د پلخمري ښار اوسېدونکي عبدالواحد باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.د همدې ښار یو بل اوسېدونکي محمدحسن په وینا، پر افغان خاوره بریدونه له سرو کرښو تېرېدل دي.باختر اطلاعاتي اژانس ته د عبدالرحمن په نوم یوه قومي مشر وویل: «افغان ولس تل د سولې غوښتونکی دی او له نورو هم د ورته تګلارې هیله لري».بغلان مېشتو له نړیوالې ټولنې، بشري بنسټونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي او په وینا یې دغو بنسټونو د سولې ټینګېدو برخه کې سپارل شوی مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.تر دې وړاندې هم یو شمېر کارپوهانو نړیوالو بنسټونو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته په اشارې ویلي و، چې دغه اداره په خپل ماموریت کې ناکامه ده او باید خپله تګلاره کې مثبت بدلون راولي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د بغلان ولسونه؛ نړیوالې ادارې باید د پاکستان بریدونو په اړه چوپتیا غوره نکړي
سرچینې
Afghan sources
د بغلان ولسونه؛ نړیوالې ادارې باید د پاکستان بریدونو په اړه چوپتیا غوره نکړي