Summary: د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې په جلالاباد ښار کې د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله یو لس کلن ماشوم مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل کمپ په سیمه کې شوې، چې د یوه پرېس موټر چلوونکي لس کلن ماشوم وهلی او ماشوم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.د سرچینې د معلوماتو له مخې، دویمه پېښه د ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په درونټې سیمه کې د یوه ټېلري او سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي دي.سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د امنیتي مسوولینو له لوري پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته
منابع
Afghan sources
ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته