Summary: د افغانستان اسلامي امارت د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په تهران کې کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند له پزشکیان سره په کتنه کې د ايران له حکومت او ولس سره د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهیي د شهادت د تسليت ويلو ترڅنګ؛ پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي. د رياستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ايران ترمنځ په ګڼو برخو کې د مشترکاتو يادونه او زياته کړې يې ده چې دواړه هېوادونه څرګندې ګډې ګټې لري. ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي چې پر ايران د امريکا او اسرائيلو د يرغل په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه او ثابت و او دغه بريد يې نامشروع ګڼلی او غندلی و. دغه راز د ايران ولسمشر په خپلو خبرو کې د دواړو ولسونو پر نږدې او دوستانه اړيکو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې دواړه هېوادونه دې ټول شته فرصتونه د دواړو ولسونو په ګټه وکاروي. مسعود پزشکيان، له افغانستان سره د اړيکو پراختيا د خپل حکومت لپاره د ځانګړي لومړيتوب لرونکي بللي او ټينګار یې کړی چې دواړه حکومتونه دې له ټولو ظرفيتونو څخه ګټه پورته کړي. د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په ملتيا؛ د ایران د پخواني مذهبي مشر ایتالله عليخامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته سفر کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ایران له ولسمشر سره وکتل