DevelopmentKabulافغانستانپښتو

راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-03 14:31:42🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالو په لړ کې د مس عینک اتلانو لوبډلې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د اته وېکټو په توپیر ماته ورکړه. د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د مس عینک او بند امیر ښارمارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په دغه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې وکړې. یاده لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له لوري عزیزالله میاخېل ۳۰ او فرمان الله ساپي ۲۰ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې ضیاءالرحمن شریفي او مجیب الرحمن ۳-۳، نصرت الله نورستاني او خلیل ګربز ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. مس عینک اتلانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په لسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اته وېکټو په توپیر یې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عینک لوبډلې له لوري په توپوهنه کې خالد تڼیوال ۵۳ او لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۵۲ منډې وکړې.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-03 14:31:42

مهالوېش

  1. Pajhwok

    شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-03 08:42:31

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button