Summary: د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درې میلیونه ۹۸۷ زره افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې دي. د فراه د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول مولوي حمیدالله منهاج باختر اژانس ته ویلي چې د یادو ښوونځیو د بیارغونې چارې د پوهنې ریاست او همکارو مؤسسو له لوري ترسره شوې دي.د نوموړي په وینا، په فراه ولایت کې ټولټال ۹۲۹ مدرسې او ښوونځي شته، چې ۱۶۲ زره او ۷۴۰ نارینه او ښځینه زدهکوونکي پکې پر زدهکړو بوخت دي.هغه زیاته کړې، چې له ۸۰۰ ډېرو راستنو شویو ماشومانو څخه ازموینې اخیستل شوې او تر زرو ډېرو ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینارونه هم جوړ شوي دي.د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د دوو نورو ښوونځیو د رغونې چارې هم روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې
Sources
Afghan sources
فراه کې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې