Summary: د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پر ۵۴ اړمنو کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي لعل محمد ګوهر باختر اژانس ته ویلي، چې دغه فارمونه پر هغو کورنیو ووېشل شول، چې د چرګانو د روزنې په شپږمیاشتني پروګرام کې یې ګډون کړی و.د نوموړي په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، درې چرګان، ۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، لوښي او جالۍ ورکړل شوې دي.د سیمې اوسېدونکو د دغه ډول پروګرامونو پلي کول د اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب لپاره ګټور بللي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانپکتیکا
موضوعEconomy
منابع1
بهروزرسانی2026-10-17 18:57:09
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیکا کې ۵۴ کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول