پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې پاکستاني سرتیرو د نښتو پر مهال د افغانستان ختیځ له یوې لرې پرتې سیمې څخه پاکستان ته د اوښتو د هڅې پرمهالد پاکستاني طالبانو یو نامعلوم شمیر وسله وال وژلي دي. په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې جګړه څو ساعته روانه وه. درېیو پاکستاني امنیتي چارواکو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل هویت ښکاره شي، دا نښتې تائید کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي. سږ کال د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پرله پسې سرحدي نښتو او هوايي بریدونو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ زیات شوی او د دواړو ګاونډیو هیوادنو ترمنځ د وسله والو فعالیتونو په اړه پخوانۍ لانجه نوره هم ژوره کړې ده. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a web browser that supports HTML5 video بل لوري ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناماد روان میلادي کال په سپتمبر په میاشت کې وویل چې سږ کال یې په افغانستان کې د پولې پورې غاړې [پاکستان] د تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کیدو تر ۱۱۰۰ ډیرې پیښې ثبت کړې دي. په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې وسله وال تاوتریخوالی زیات…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
پاکستان وايي د طالبانو پوستې یې ویجاړې کړي