Kabulافغانستانامنیتپښتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به… — Bbc

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 08:05:36🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده.‌ په ملګرو ملتونو کې سرچېنو بي‌بي‌سي ته ویلي، نوموړې پرون شنبه کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی. د دغو سرچینو له مخې، ټاکل شوې اغلې فاطمه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي‌ سره لومړنۍ ناسته ولري.‌ اغلې فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده. روزا اوتانبایوا له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وه، تر هغه وړاندې نوموړې د قرغزستان ولسمشره او د بهرنیو چارو وزیره وه.‌ د امنیت شورا د پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي‌ درې مهم ماموریتونه لري.‌ د طالبانو له حکومت سره سیاسي ښکېلتیا، له بشري حقونو سره د تړلو موضوعاتو څېړنه او د نړیوالو مرسته همغږي.‌ پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې،‌ نړیوالې مرستې پرلپسې کمېږي او ملګري ملتونو وايي چې یو دلیل یې د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو حکومت "ځپونکې تګلارې" دي چې نړیوال بسپنه ورکوونکي‌ پرې نېوکې کوي. د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري‌ او کاري‌ فرصتونه هم لږ دي.‌ په افغانستان کې د ملګرو ملګرو نوې ځانګړې استازې لپاره…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 08:05:36

مهالوېش

  1. Bbc

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟ – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-18 07:51:34

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟ – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button