HealthKabulافغانستاندری

د عامې روغتیا وزیر: بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-22 08:55:11🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د یوناما د بشري حقونو له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي او دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي. د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د بشري حقونو له اړوند پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو د خدمتونو له مشرې فیونا فریزر او مل پلاوي سره د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د مساوات پر پیاوړتیا، د خلکو د لاسرسي پر پراختیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو پر اغېزمنې همکارۍ خبرې شوي دي. سرچینه زیاتوي چې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو بنسټونو د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد روغتیايي اړتیاوو ته په کتو د نړیوالو مرستو زیاتوالی او دوام د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري. هغه زياته کړې چې بشري او روغتیايي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-22 08:55:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د عامې روغتیا وزیر: بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 13:24:56

د عامې روغتیا وزیر: بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button