Englishافغانستانامنیتبلخ

حنفي: افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د «پرمختګ پر لور» روان دی — AF International

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-10-28 11:40:59🎙 Listen to radio

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د پرمختګ پر لور روان دی. نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په واکمنېدو سره نشه‌يي توکي له منځه تللي، شاوخوا اته میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او د بیارغونې چارې روانې دي. قوش‌تیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده. د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي. خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي. ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-28 11:40:59

Timeline

  1. AF International

    حنفي: افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د «پرمختګ پر لور» روان دی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-28 10:47:08

حنفي: افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د «پرمختګ پر لور» روان دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button