کابل (پژواک) – د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه کې درېيو تېلوړونکو بېړيو له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او یوه بله بېړۍ هم د دغه تنګي په ختیځه برخه کې پر ماین ور برابره شوې ده. الجزیرې نن (جمعه) د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی چې یادې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې محدودې او د ایران له لوري د غیرمجازې بلل شوې لارې د تېرېدو پر مهال له ماینونو سره لګېدلې دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دغو درېيو تېلوړونکو بېړيو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال له ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی. د راپور له مخې، د ایران سمندري ځواکونو ویلي چې یادو بېړیو خپل رادارونه او د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو، خبرداریو ته یې پام نه و کړی او د تنګي له یوې محدودې لارې یې د تېرېدو هڅه کوله. د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي چې د دغو بېړیو نومونه او بیرغونه نه دي په ډاګه شوي او د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم معلومات نه شته. بلخوا، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي چې د عمان د خصب ښار شمالختیځ ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
هرمز تنګي کې درېيو تېلوړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور اخیستی
سرچینې
Afghan sources
هرمز تنګي کې درېيو تېلوړونکو بېړيو پر ماینونو له ور برابرېدو وروسته اور اخیستی