Developmentافغانستانپښتوغور

کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌ بندۍ کې شپږم… — AF International

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-01 00:04:40🎙 راډیو واورئ

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې ورځې په ناوخته (د لړم ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان اتلانو په تېرو څو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي او په پرله‌ پسې سیالیو او لوبلړیو کې یې د بریاوو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره دغه ستر مقام خپل کړی دی. کرېکټ بورډ زیاته کړې: «افغان لوبډله تل هڅه کوي چې لا غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي، سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي او په نړیوالو درجه‌ بندیو کې لا لوړ مقامونه خپل کړي». د کرېکټ بورډ په وینا، له دې سربېره د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان)، ایمرجېنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو هم په پرله پسې ډول بریاوې ترلاسه کړي او په‌خپلو ډګرونو کې یې د افغانستان غوره استازولي کړې ده.د یادونې وړ ده، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یوازې همدا تېره اونۍ له زېمبابوې او بنګله‌دېش څخه درې اړخیزه او همداراز له زېمبابوې څخه په پرلپسې ډول په بېلابېلو فورمونو کې لوبلړۍ وګټلې. د کرېکټ د معلوماتو وېب‌پاڼې «کرک‌انفو» د راپور له مخې، د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي حنان سرکار ویلي، چې دوی د سیالیو پر مهال د امپایرانو هغه پرېکړې ثبت کړي چې په باور یې ناسمې وې او د لوبډلمشر په راپور کې یې یادونه کړې ده….

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-01 00:04:40

مهالوېش

  1. AF International

    کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌ بندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوه

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-31 22:21:45

کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌ بندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button