EconomyEnglishKabulافغانستان

فطرت: له ۸۲ زره ډېر راستانه شوي ماشومان ښوونځیو ته معرفي شوي — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 11:17:18🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله راهیسې تر اوسه له ۸۲ زره ډېر راستانه شوي ماشومان د سویې د تثبیت له ازموینې وروسته ښوونځیو ته معرفي شوي او هڅې روانې دي چې هيڅ ماشوم د کډوالۍ یا اقتصادي ستونزو له امله له زده‌کړو بې‌برخې نه شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون له ۱۲ کمېټو څخه د ښوونې او جوماتونو کمېټه د راستنېدونکو ماشومانو د زده‌کړې حق ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې هيڅ ماشوم د کډوالۍ له امله له زده‌کړو محروم نه شي. د هغه په خبره، د همدې موخې لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې ټول راستنېدونکي ماشومان د یادې کمېټې له خوا ثبت او راجسټر کېږي، وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لارې په رسمي ډول د پوهنې وزارت ته معرفي کېږي. هغه زیاته کړې چې له دې وروسته د دغو ماشومانو د زده‌کړې د سویې د تثبیت ازموینه په مرکز او ولایتونو کې اخیستل کېږي او تر ارزونې وروسته د هغوی د زده‌کړې له کچې سره سم په دولتي ښوونځیو او د هېواد په نورو ښوونیزو بنسټونو کې شاملېږي. فطرت ویلي، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-06 11:17:18

Timeline

  1. Pajhwok

    فطرت: له ۸۲ زره ډېر راستانه شوي ماشومان ښوونځیو ته معرفي شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 15:45:19

فطرت: له ۸۲ زره ډېر راستانه شوي ماشومان ښوونځیو ته معرفي شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button