Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن، د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. باختر اژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د عزیزي شرکتونو له لوري د پیل شویو او پیلېدونکو پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. د عزیزي شرکتونو عمومي رئیس میرویس عزیزي، په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا د تولید په ګډون د بېلا بېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي. هغه زیاته کړې چې همدا اوس په غزني، او د کابل په نغلو او باریک اب کې د لمریزې برېښنا د تولیدي پروژو چارې روانې دي.وروسته، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او د اقتصادي پروژو پیل یو مهم ګام بللی او ویلي يې دي چې د دغو پروژو په عملي کېدو او تطبیق سره به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه راټیټه شي. ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه غوښتي چې له عزیزي شرکتونو سره دې د پروژو په عملي کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي.له کتنې وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت، امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د جنګل کلان طبیعي ګازو او د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید تړونونه لاسلیک شوي دي.د دې پروژو موخې د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتول، د انرژۍ امنیت پياوړي کول او د اقتصادي ودې ملاتړ کول دي.د یادونې وړ ده چې هره پروژه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره طرحه شوې ده او تړون یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی. تمه ده چې دواړه پروژې به په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل
منابع
Afghan sources
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل