کابل (پژواک) – د هند حکومت د کډوالۍ په قوانینو کې د تعدیل له مخې، د افغانستان په ګډون د درېیو هېوادونو د مذهبي لږکیو لپاره د پاسپورټ او سفري اسنادو ځینې شرایط اسانه کړي، خو ویلي یې دي چې دغه کسان په هند کې د استوګنې د دوام لپاره باید ویزه ترلاسه کړي. د هند دولتي راډیو (اکاشواني) د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ او بهرنیانو د معافیت تعدیل شوی فرمان د ۲۰۲۶ کال په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د نوي فرمان له مخې، د افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش د هندو، سیک، بودایي، جین، زردشتي او عیسوي مذهبي ټولنو هغه غړي چې د مذهبي ځورونې له وېرې هند ته تللي او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې دغه هېواد ته داخل شوي، د پاسپورټ او سفري اسنادو له ځینو شرایطو معاف دي. خو په فرمان کې ټینګار شوی چې دغه کسان په هند کې د خپلې استوګنې د دوام لپاره باید د اړوندې کټګورۍ ویزه ترلاسه کړي. د راپور له مخې، د هند حکومت د کډوالۍ په دغو تعدیلاتو کې د یو شمېر نورو بهرنیو وګړو لپاره هم د پاسپورټ او ویزې په شرایطو کې اسانتیاوې راوستې دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
هند کې د افغان هندوانو او سیکانو د استوګنې د دوام لپاره د ویزې اخیستل لازمي شول
Sources
Afghan sources
هند کې د افغان هندوانو او سیکانو د استوګنې د دوام لپاره د ویزې اخیستل لازمي شول