Politicsافغانستانخوستدری

خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-06 23:22:02🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په کندې کلي کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو نوی جومات جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالقیوم فرقاني د جومات د جوړېدو له امله د سیمې اوسېدونکو ته د مبارکي ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې جوماتونه د عبادت او دیني چارو له لارې آباد وساتي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد جومات په یوه پوړ کې پر ۹۶ متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې د اړینو برخو په ګډون په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري. د دغه جومات پر جوړولو ټولټال څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې نیمايي یې د هاوس مؤسسې له لوري تمویل شوې او پاتې برخه یې د سیمې اوسېدونکو له لوري ورکړل شوې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-06 23:22:02

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-06 15:30:57

خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button