افغانستانامنیتپښتوهرات

د هرات اوسېدونکي: د طالبانو محتسبین د ښځو د جامو له امله د… — AF International

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-11 01:12:13🎙 راډیو واورئ

د هرات اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې کوڅه په کوڅه ګرځېدل او د ښځو د جامو د ډول له امله یې د هغوی پلټنې کولې. دغه اوسېدونکو ویلي: «ان هغه ښځې هم له دغه پلټنو خوندي نه وې، چې اوږد کمیسونه یې اغوستي وو». دوی دغه چلند دردونکی او د خواشینۍ وړ یاد کړی دی.دغه اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ویلي: «د افغانستان ښځو څه ګناه کړې ده، چې ان د خپلو جامو د ټاکلو په برخه کې هم د ازادۍ حق او واک نه‌لري؟ د طالبانو محدودیتونه هره ورځ د ښځو ژوند لا ستونزمنوي؛ خو هېڅوک د افغانستان د ښځو غږ نه اوري». د هرات یوه اوسېدونکي په لېږلي پیغام کې ویلي: «زه د یوه افغان وګړي په توګه له افغانستان انټرنشنل هیله کوم، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو غږ پورته کړي چې له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي». نوموړي له افغانستان انټرنشنل غوښتنه کړې، د هغه موضوعاتو په اړه خبرونه او خپرونې خپرې کړي چې په اړه یې د افغانستان خلک له وېرې خبرې نه‌شي کولی. دغه اوسېدونکي ویلي: «موږ په رښتیا نه پوهېږو چې نور څه وکړو او چېرته پناه یوسو. د دومره…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-11 01:12:13

مهالوېش

  1. AF International

    د هرات اوسېدونکي: د طالبانو محتسبین د ښځو د جامو له امله د هغوی پلټنې کوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-11 00:16:36

د هرات اوسېدونکي: د طالبانو محتسبین د ښځو د جامو له امله د هغوی پلټنې کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button