د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په ګمبت سیمه کې د پولیسو پر یوې ډلې په وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو سرچینو او د ژغورنې ادارې ویاند جواد اپرېدی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس او د کانونو ریاست چارواکي د سرو زرو د غیرقانوني استخراج پر ضد عملیاتو لپاره د خوشحال ګړ سیمې «ډراب کچ» ته ورغلي وو.د لومړنیو معلوماتو له مخې، وسلهوالو د پولیسو پر کاروان درنې ډزې وکړې چې ورپسې سخته نښته پیل شوه. چارواکي وايي، په برید کې د پولیسو پنځه موټر هم سوځول شوي دي.په وژل شویو کسانو کې د پولیسو یو لوړپوړی افسر، ډي اېس پي حیدر زمان، او سب انسپکټر مختار هم شامل دي.د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې ۱۲ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.ځايي خبریالان وايي، برید کوونکو هغه پولیس په نښه کړل چې د معدني سرچینو د ناقانونه استخراج د مخنیوي لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.دا په کوهاټ کې په شاوخوا دوو میاشتو کې پر پولیسو دویم لوی برید بلل کېږي. د روان کال د سپټمبر په ۱۸مه هم د پولیسو پر یوه مرکز وسلهوال برید شوی و، چې پکې د ۱۷ پولیسو په ګډون ۲۳ کسان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
وسلهوالو په کوهاټ کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي
Sources
Afghan sources
وسلهوالو په کوهاټ کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي