Summary: د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تائید شوی دی. باختر اژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه ځانګړې اقتصادي حلقې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر اساس په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړېږي. د پلان پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو په همکارۍ د یادو حلقو لپاره ځمکه تثبیت، سکټوري فعالیتونه او د اړتیا وړ خدمات به تشخیص او د پانګونې لپاره به زمینه برابره کړي. هېره دې نه وي چې د يادو ځانګړو اقتصادي حلقو په رامنځته کېدو سره به په هېواد کې نوې پانګونه جذب، د صادراتو او وارداتو نسبي توازن او په یو مناسب چاپېریال کې به پر تولیدي فعالیتونو د تمرکز په پایله کې نوی اقتصادي تحول رامنځته شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ځانګړو اقتصادي زونونو د رامنځته کولو کاري پلان تائید شو