EnglishHealthافغانستانکندهار

کندهار؛ د ميرويس روغتون د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingHealthکندهار1 SourcesUpdated: 2026-11-22 01:14:17🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو د معین مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د کندهار ولایت د ميرويس سيمه ييز روغتون د روغتیایي خدمتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ميرويس روغتون د خدمتونو پياوړتيا، د بستونو شمېر د زياتوالي، په روغتون کې د پولي کلينيک او ICU څانګې جوړولو، شته منابعو، بشري سرچينو او د ظرفيتونو ارزونې په موخه ترسره شوه. په ناسته کې يوې تخنيکي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ميرويس روغتون د شته ظرفيتونو، ستونزو ارزونې او لازم تطبیقي چوکاټ جوړولو په موخه کندهار ته سفر وکړي او د روغتون د ظرفيت لوړونې، د خدمتونو ښه والي او پياوړتيا لپاره بشپړ مطالعات ترسره کړي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-22 01:14:17

Timeline

  1. Bakhtar

    کندهار؛ د ميرويس روغتون د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-21 14:58:48

کندهار؛ د ميرويس روغتون د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button