کابل (پژواک) – د جرمني او ډنمارک پولیسو ویلي چې په دغو هېوادونو کې ښوونځیو د دوشنبې په سهار د برېښنالیکونو له لارې د «بمي چاودنو» ګواښونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه داسې نښې نه شته چې کوم ښوونځی له واقعي خطر سره مخ وي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د فرایبورګ ښار پولیسو ویلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴۵۰ ښوونځیو ته له ګواښونو ډک برېښنالیکونه لېږل شوي دي. د جرمني د تورینګن ایالت پولیسو ښوونځیو ته ویلي چې خپل عادي فعالیتونه دې روان وساتي. د برلین پولیسو هم ویلي چې تر اوسه داسې شواهد نه شته چې ګواښل شوي ښوونځي له کوم مشخص خطر سره مخ وي. د ډنمارک پولیسو هم ویلي چې د دغه هېواد د څو ښوونځیو پر وړاندې د بمي چاودنو ګواښونه څېړي. د کوپنهاګن د پولیسو مرستیال مفتش سایمون هانسن رویټرز ته ویلي چې یو شان برېښنالیک ډېرو کسانو ته لېږل شوی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په جرمني او نورو هېوادونو کې ښوونځیو ته دغه ګواښونه د عمومي امنیتي ګواښونو د پراخ انځور یوه برخه ده، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. په راپور کې راغلي چې په وروستیو اونیو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونځي، سوپرمارکېټونه، د وینې بانکونه، د هوايي ترافیک سیستمونه او رسنۍ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په جرمني او ډنمارک کې ښوونځیو د «بمي چاودنو» ګواښونه ترلاسه کړي
سرچینې
Afghan sources
په جرمني او ډنمارک کې ښوونځیو د «بمي چاودنو» ګواښونه ترلاسه کړي