کابل (پژواک) – د مېټا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا مشر الکساندر وانګ ویلي، «زبر» یا خورا هوښیاره مصنوعي ځیرکتیا، چې وړتیاوې یې د انسان له فکري وړتیاوو ډېرې لوړې دي، په رارسېدو ده؛ نوموړي خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي کې انسانان د دې ټکنالوژۍ د کنټرول توان له لاسه ورکړي. د الجزیرې د راپور له مخې، وانګ ویلي چې د بشریت له خوا په راتلونکي یوه کال کې ترسره کېدونکي اقدامات به د راتلونکې نړۍ پر بڼه «لوی اغېز» ولري. د مېټا د مصنوعي ځیرکتیا مشر ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکي ماډلونه به د خپلو وړتیاوو په لوړولو سره تر انسانانو ډېر پیاوړي او مخکې شي او په بیولوژۍ، وسلو او اقتصاد برخو کې به څېړنې په بېساري ډول چټکې کړي. هغه زیاته کړې چې ښايي انسانان د داسې مصنوعي ځیرکتیا کنټرول ونه شي کړای چې د انساني مداخلې پرته خپلې وړتیاوې په پرلهپسې او نامحدود ډول لوړې کړي، یا په هره برخه کې د انسان په پرتله زر برابره ډېره ځیرکه او پیاوړې شي. راپور کې راغلي، وانګ ټینګار کړی چې اوس باید د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ ترڅنګ د هغې خوندیتوب، له انساني موخو سره همغږي او امنیت ته هم جدي پاملرنه وشي او د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه پرمختګ په اړه فکر وشي. د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب ملاتړي په دې باور دي چې که…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
مېټا: زبر مصنوعي ځیرکتیا په رارسېدو ده