Summary: د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې دوه نوې لرغونې سیمې کشف او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوې. د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر نصرت الله نصرت باختر اژانس ته ویلي، چې یوه لرغونې سیمه د «توپ غُندي» په نوم د افغانیې درې او بله د «برج حاتم» په نوم د نجراب ولسوالۍ د غین سفلی درې کې کشف شوې دي.د نوموړي په وینا، د توپ غُندي لرغونې سیمه یوه خاورینه غونډۍ ده، چې زاړه دېوالونه لري او په لومړنیو څېړنو کې یې د خاورینو لوښو ټوټې او ایرې لیدل شوې دي، چې ښايي د بودایي دورې اړوند وي.هغه زیاته کړه، چې د برج حاتم تاریخي برج شاوخوا ۴۵۰ کاله لرغونتیا لري او د کاپیسا په بېلابېلو سیمو کې له شته «وټه پور» برجونو سره ورته والی لري.د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دغه برج په لومړیو کې اووه پوړونه درلودل، خو اوس یې یوازې څلور پوړونه پاتې دي.نصرت څرګنده کړه، چې د دغو سیمو، په ځانګړي ډول د توپ غُندي ستوپې، د لرغونتوب او تاریخي ارزښت د کره تثبیت لپاره د اړوندو ادارو له لوري لا زیاتو تخصصي څېړنو ته اړتیا ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کاپیسا کې دوه لرغونې سیمې کشف شوې