کابل (پژواک) – اېنبيسي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي «د ایران جګړې د پای ته رسولو په موخه» د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو په نښه کولو په اړه بحث کوي؛ خو د دې طرحې مخالفینو خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه ښايي د سولې راتلونکې خبرې زیانمنې او امریکايي چارواکي د ایران د غچاخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ کړي. د اېنبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي په دې اړه بحث کوي چې ایا امریکايي پوځ باید د ایران لوړپوړي چارواکي په نښه کړي او که نه؟ څو د دوی په وینا، سختدریځي مشران له واکه لرې او د نههمیاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو زمینه برابره شي. راپور د یوه امریکايي چارواکي او له دغو بحثونو د یوه بل باخبره کس له قوله لیکلي، د دې طرحې ملاتړي باور لري چې دا ډول عملیات به وښيي چې واشنګټن هر وخت د ایران مشران موندلی او له منځه وړلی شي او په دې توګه به ټرمپ ته د جګړې د پای ته رسولو لاره برابره کړي. خو د امریکا په حکومت او پوځ کې د دې طرحې مخالفین خبرداری ورکوي چې د ایران د مشرانو په نښه کول ښايي پاتې ایراني چارواکي لا ډېر مقاومت ته وهڅوي، د سولې په راتلونکو خبرو کې د امریکا اعتبار ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اېنبيسي نیوز: د ټرمپ اداره د ایران د لوړپوړو چارواکو په نښه کولو په اړه غور کوي
منابع
Afghan sources
اېنبيسي نیوز: د ټرمپ اداره د ایران د لوړپوړو چارواکو په نښه کولو په اړه غور کوي