افغانستانامنیتدری

د افغان کډوالو د ټرانسپورت ټولنه وايي پاکستان کې “دوه زره” باروړونکي ګاډي… — Bbc

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-25 00:18:16🎙 رادیو را بشنوید

پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنه وايي، په دغه هېواد کې د کډوالو پر ضد د حکومت د اقدام له امله د افغانانو نژدې دوه زره باروړونکي ګاډي بند پاتې دي. د دغې ټولنې په وینا، په دې کې له سلو ډېر باروړونکي لارۍ داسې دي، چې د څښتنانو او چلوونکو د جبري ایستل کېدو له امله په پارکېنګونو او سرایونو کې بې‌ برخلیکه پاتې دي. د دغو موټرو چلوونکي او څښتنان وايي، د ویزو د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو او د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د نه تمدید له امله له سختو فشارونو، د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي. وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار ته څېرمه په يوه اعتراض کې د لسګونو باروړونکو ټېلري موټرو چلوونکو او مالکانو ويلي، د پولیسو له ځورونې او هغه څه چې دوی یې بې‌دلیله نیونې بولي، تر پوزې راغلي دي. په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ځینې موټرچلوونکي د خپلو ویزو په ښودلو سره وايي، سره له دې چې دوی پاکستان کې د اوسېدو لپاره سندونه لري، بیا یې هم پولیس پرلپسې ځوروي او ان په ځینو مواردو کې یې نیسي. د یوه باروړونکي موټر مالک او د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنې یو تن مسئول اکرام خان چې په دې اعتراضي غونډه کې یې ګډون…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-25 00:18:16

خط زمانی

  1. Bbc

    د افغان کډوالو د ټرانسپورت ټولنه وايي پاکستان کې "دوه زره" باروړونکي ګاډي بند پاتې دي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-11-24 15:17:24

د افغان کډوالو د ټرانسپورت ټولنه وايي پاکستان کې "دوه زره" باروړونکي ګاډي بند پاتې دي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button