Economyافغانستانپښتوننګرهار

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو — Bakhtar

روان خبرEconomyننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 19:12:15🎙 راډیو واورئ

Summary: د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار په پارک هوټل کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس سید عبدالبصیر پاچا باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، په دغه نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو استازو خپل تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. مسوولینو د کورنیو تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او د یاد سکټور په برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ. د هغوی په وینا دغه نندارتون به د چنګاښ له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ به د پانګونې د جلب او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هم مناسب فرصت برابر کړي.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 19:12:15

مهالوېش

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-12 17:23:53

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button