د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس په دې اړه وویل چې د فرنجل سیمې اړوند کافر کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر مستحکم او ستراتیژیک ځای کې جوړه شوې ده. د هغه په وینا، دغه کلا ګڼ شمېر امنیتي برځونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري چې په خپله زمانه کې ترې د پوځي او دفاعي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده. د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه چې د دوی ریاست ژمن دی د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې په اړه د طالبانو د مشر فرمان په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي ځایونو د بیارغونې لپاره هڅې وکړي. هغه همداراز د پروان ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د تاریخي ځایونو په پېژندلو، ثبت او ساتنه کې له دغه ریاست سره پوره همکاري وکړي. د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دغې تاریخي کلا په شمالي برخه کې یوه لرغونې کلیواله سیمه هم موقعیت لري چې د «بودا کلي» په نوم یادېږي او د سیمې د لرغوني کلتور ښکارندویي کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د کاروبارونو ترمنځ(B2B) سوداګرۍ د پانګونې د هڅونې، بازارونو ته د لاسرسي د اسانه کولو او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د قزاقستان د صنایعو وزیر: غواړو له افغانستان او قرغیزستان څخه د فلزاتو اومه توکي وارد کړو
منابع
Afghan sources
د قزاقستان د صنایعو وزیر: غواړو له افغانستان او قرغیزستان څخه د فلزاتو اومه توکي وارد کړو