EnglishPoliticsافغانستانوردګ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د میدان وردګو له… — Bakhtar

DevelopingPoliticsوردګ1 SourcesUpdated: 2026-07-15 19:32:06🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د یاد وزارت د نشراتي پالیسۍ سلاکار، مولوي عبدالحق حماد، او مل پلاوي د میدان وردګو ولایت له مجاهد عمومي موزیم څخه لیدنه وکړه. د باختراطلاعاتي ژانس د خبر له مخې، ښاغلي مهاجر فراهي د مجاهد عمومي موزیم جوړول یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دا موزیم له اشغال وروسته جوړ شوی او د راتلونکو نسلونو لپاره ځانګړی اهمیت لري، څو د هېواد له معاصر تاریخ او تېرو پېښو څخه خبر شي.نوموړي د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس څخه مننه وکړه، چې د هېواد د شل کلنې مبارزې او د بهرني اشغال پر وړاندې د مبارزې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره یې دغه موزیم جوړ کړی دی.ورته مهال مولوي عبدالحق حماد وویل چې په یوه پېړۍ کې د درېیو سترو امپراتوریو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د هېواد د تاریخ مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه، د دغه موزیم له لارې به راتلونکي نسلونه د شل کلنې جګړې، د ولسونو او مجاهدینو له قربانیو او د شهیدانو له یادونو سره اشنا شي.د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد وویل، چې د دغه موزیم د جوړولو موخه د هغو تاریخي اثارو او په لاس جوړو شویو وسایلو ساتنه ده، چې د اشغال پر وړاندې د مبارزې پر مهال کارول شوي دي.د نوموړي په وینا، مجاهد عمومي موزیم په محدودو امکاناتو جوړ شوی او څلور برخې لري، چې لرغوني اثار، نظامي توکي او د مجاهدینو په لاس جوړ شوي وسایل، قلمي نسخې او د شهیدانو اړوند یادګارونه پکې ساتل کېږي.

Quick facts

Locationوردګ
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-15 19:32:06

Timeline

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د میدان وردګو له مجاهد عمومي موزیم څخه لیدنه وکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-15 10:26:51

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د میدان وردګو له مجاهد عمومي موزیم څخه لیدنه وکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button