KabulSportsافغانستاندری

افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال واخیست — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 06:52:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د جوجیتسو فدراسیون وایي، افغان لوبغاړي مصطفی وکیلي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. د افغانستان د جوجیتسو فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې مصطفی وکیلي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې په منفي ۶۹ کیلوګرامه وزن کې د برونزو مډال واخیست. بلخوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جوجیتسو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په فول کانټکټ سبک کې لومړۍ لوبه د حریف نه حاضرېدو له امله وګټله او په دویمه لوبه کې یې له قزاقي سیال څخه ماته وخوړه او د برونزو د مډال ګټونکی شو. دغهډراز، په یادو سیالیو کې پرون بل افغان لوبغاړي محمدسرور حسیني ویټنامي او کمبودیایي سیالانو ته ماته ورکړه، له اوزبېکستاني سیال سره یې لوبه مساوي کړه او قرغیزستاني ته یې لوبه وبایله او د مډال پر ترلاسه کولو بریالی نه شو. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د جوجیتسو دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب د ۴۹ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي چې له افغانستانه پکې دوو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 06:52:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال واخیست

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 11:21:07

افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال واخیست

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button