افغانستانامنیتپښتوخوست

نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې بېلا بېلې شخړې حل شوې — Bakhtar

روان خبرSecurityخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-19 07:57:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبینو یې په خوست، نورستان او فراه ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څو کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده کړې؛ دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.د یادونې وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-19 07:57:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې بېلا بېلې شخړې حل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 07:39:29

نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې بېلا بېلې شخړې حل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button