Englishافغانستانامنیت

معنوي: نورستان د طبیعي افتونو ترڅنګ د «بې‌عدالتۍ او کلونو بې‌پامۍ» له پایلو… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-07-21 01:39:35🎙 Listen to radio

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي، په نورستان کې وروستي ویجاړونکي سېلابونه یوازې د طبیعي پېښو پایله نه ده، بلکې دغه ولایت له «کلونو بې‌پامۍ، بې‌عدالتۍ او ظلم» څخه هم کړېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي. پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي. انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي. د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-21 01:39:35

Timeline

  1. AF International

    معنوي: نورستان د طبیعي افتونو ترڅنګ د «بې‌عدالتۍ او کلونو بې‌پامۍ» له پایلو هم ځورېږي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-21 00:21:00

معنوي: نورستان د طبیعي افتونو ترڅنګ د «بې‌عدالتۍ او کلونو بې‌پامۍ» له پایلو هم ځورېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button