په قطر کې د افغانستان د طالبانو سفیر د ملګرو ملتو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو څوکۍ ته د کابل نوماند استازي سهیل شاهین، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او له هغې ئې وغوښتل چې د افغانستان د واقعي وضعیت په پام کې په نیولو سره دې، د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي. په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر د رباب فاطمې ټاکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه یو مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه بنګلدېشۍ ډیپلوماټه به د افغانستان د دیني او فرهنګي ارزښتونو په پام کې په نیولو سره، د موجودو ستونزو د حل او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. سهیل شاهین له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل: «هیله لرو چې د ملګرو ملتو نوې استازې د افغانستان د دین، کلتور او واقعي وضعیت په رڼا کې د هېواد د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د ملګرو ملتواستازې دې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي
سرچینې
External sources
د ملګرو ملتواستازې دې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي