په بدخشان ولایت کې سیمهییزو سرچینو ویلي چې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو یو ناراضي قوماندان جمعه فاتح په کابل کې له یو څه وخت تېرولو وروسته، بېرته خپلې سیمې ته ستون شوی دی. فاتح په بدخشان کې د ډلهییزو نارضایتیو له زیاتېدو وروسته کابل ته غوښتل شوی و. جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه دوه ډرونونه د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه، هغه مهال په نښه شول چې د زیباک په هغو سیمو کې یې عملیات کول چې د ازادۍ جبهه یې تر خپل کنټرول لاندې بولي. ازادۍ جبهه ادعا کوي چې طالبان په وروستیو ورځو کې هڅه کوي د خپلو پوځي امکاناتو او تجهیزاتو په کارولو سره د جبهې پر مواضعو د پرمختګ لپاره پراخ عملیات وکړي، خو د جبهې په وینا، د دوی منظم مقاومت د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې ده. د جبهې په اعلامیه کې همدارنګه ادعا شوې چې د دغو نښتو پر مهال طالبانو ته مرګژوبله او پوځي زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو په اړه یې مشخص شمېر نه دی ورکړی. ازادۍ جبهې د تېرې ورځې د یوې بلې پېښې په اړه ویلي چې د زیباک په ولسوالۍ کې یې د طالبانو د مرستندویه ځواکونو د لېږد لپاره د هلیکوپټرو د ښکته کېدو مخه هم نیولې ده. د جبهې په وینا، دغې چورلکې د مرستندویه ځواکونو د انتقال هڅه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
جمعهخان فاتح د مخالفانو له نښتو وروسته له کابل نه بېرته بدخشان ته تللی
سرچینې
Afghan sources
جمعهخان فاتح د مخالفانو له نښتو وروسته له کابل نه بېرته بدخشان ته تللی