واک ته د طالبانو تر رسېدو پنځه کاله وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان افغانستان ته د نارينه کډوالو بیرته ليږدول د امنيتي نظره ممکن ګڼي. د مهاجرت د نړيوال سازمان د افغانستان د دفتر مشرې ميهونګ پارک، د «آلمان د تحريريه شبکې» رسنۍ ته وويل: «په افغانستان کې امنيتي وضعيت په څرګنډ ډول ښه شوی دی او دا يو عيني واقعيت دی.» اړونده موضوع: آلمان تر ۳۰ زیات افغان پناه غوښتونکي اخراج کړل دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو سربیره د اروپايي اتحادیې يو شمیر غړي هم غواړي چې رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراج کړي. آلمان د هغه هوکړې پر اساس چې د طالبانو له ادارې سره یې لري، اخراجونه ته دوام ورکړی دی او په دې وروستيو کې د اخراجونو لمن تر هغو پناه غوښتونکو هم پراخه شوې چې هیڅ جرمونه یې نه دي ترسره کړي. د ملګرو ملتونودې چارواکې په عين حال کې افغانستان ته د ښځينه مهاجرو د ليږدولو مخالفت کړی دی او ويلي یې دي چې افغانستان هغه ځای نه دی چې ښځې دې هلته د ځان له پاره د يوه ژوند او راتلونکي په جوړولو وتوانيږي. پارک وويل: «په اوسنيو شرایطو کې موږ ښځو ته په کلکه توصيه کوو چې افغانستان ته دې نه ستنيږي.» نوموړې دې هم اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو ادارې په…
Quick facts
Timeline
-
Dw
«افغانستان د نارينه مهاجرو د بیرته ستنولو له پار امن دی»
Sources
External sources
«افغانستان د نارينه مهاجرو د بیرته ستنولو له پار امن دی»