سندرېشعرونههنر او ادب

ساقي – د اجمل خټک شعر د منتظر خان په ښکلي غږ

ساقي چېرته کاسه نیمه شراب لرې کنه؟

په خوا کې چې څه چنګ او یا رباب لرې کنه؟

راغلی یم دا خپله دنیاګۍ لاهو کومه

دې خم کې څه قطره نیمه شراب لرې که نه

زاهد خو په تسپو خلک تړي لکه په پړي
چې ته به چیرته دار او یا طناب لرې که نه

ثواب دزاهدانو ملایانو شه نصیب
رندانو ته رنګین غوندې عذاب لرې که نه
چې مستو ته مباح کاندې په میو لمبیدل
اوس وایه ملاجانه چې کتاب لرې که نه

دخم بې عزتي ده وچې شونډې داجمل
راواړوه ساقي که می ناب لرې که نه

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button