غزل ۲
1
کر د ګلو کره چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي
2
ته چې بل په غشيو ولې هسې پوه شه
چې هم دا غشي به ستا په لور ګذار شي
3
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
4
ته چې هر چا ته په خوارو سترګو ګورې
لا وړومبی به ستا صورت تر خاورو خوار شي
5
ادم زاد په معنا واړه يو صورت دی
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
6
که ته نه کوې نظر د چا و عيب ته
هر سړی به ستا د عيبو پرده دار شي
7
دهقان کر په لوړه زمکه باندې نه کا
سرکوزي کوه چې بڼ دې مرغزار شي
8
د مات لوښي اواز کله ثابت خېژي
د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي
9
نن چې صبح ده روښانه لار صحيح کړه
ناګهانه به دا صبحه شب تار شي
10
لږ يې مه ګڼه که هر څو ګناه لږ وي
چې لږ لږ وبله جمع کړې بسيار شي
11
که بل بد کاندي ته ښه ور سره وکړه
هر يو نخل چې ميوه لري سنګ سار شي
12
تل و ښو و ته ازار د بد ورسي
هر چنجی و نرم چوب ته ورد و څار شي
13
هغه زړه به له طوفانه په امان وي
چې کشتۍ غوندې د خلقو باد باردار شي
14
خدای دې بد له لاسه نه کا او که وي هم
د رحمان دې له کل بدو استغفار شي
اړوندې سندرې، دکلمې، ویډیوګانې او غږيزې سرچينې
1 رسنۍ
ویډیو
د رحمان بابا کلام | کر د گلو کڑہ چہ سیمہ دے گلزار شی
په دې وېډیو کې یو کس د رحمان بابا دا کلام په روښانه ټکو دیکلمه کوي
اصلي سرچينه پرانیزئشرح، شننه او علمي سرچينې
1 سرچينې
شرح او تبصره
Reviewed
کر د ګلو کړه شعر کې د ګلو بوی
ليکوال/څېړونکی: ادیب خان ادیب
ادیب خان ادیب په دې اړه پوره وضاحت ورکړی چې ولې کر د ګلو کړه
بشپړ مطلب ولولئژباړې
0د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.
د نقل او حوالې لپاره
رحمان بابا، رحمان بابا دیوان، غزل ۲، RB-G-002، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/rahman-baba/rahman-baba-ghazal-002/
Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.