Newsافغانستانپښتوخوست

خوستی انځور ګر: د هنر بازار بې رنګه شوی | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرNewsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-04 09:52:36🎙 راډیو واورئ

د خوست اوسېدونکی، انځورګر او خطاط ذکي‌الله وایي، که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې له هنر سره د خلکو لېوالتيا او بې‌سارې پاملرنه خورا کمه شوې، خو دی لا هم خپل کار ته دوام ورکوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه تامینوي. دی دغه راز دې دوو هنرونو ښوونکی او روزنکی دی لېوالو وګړو او زده‌کوونکو ته روزنه ورکوي. نوموړی له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د خوست ښار په مرکز کې په یوه کوچني دوکان کې انځورګري او خطاطي کوي. د هغه ډېره علاقه د افغانستان د تاریخي ابداتو او لیدونکو سیمو د تصویرونو اېستلو او انځورولو سره ده. انځورګر او خطاط ذکي‌الله، وایي: «دا د مدینې منورې انځور دی چې ماته هم ډير په زړه پورې دی. دا مې په غوړ رنګ او په دوو ورځو کې بشپړ کړی دی. بل تصویر چې ګورئ، د پنجشېر دره ده. زه د افغانستان طبیعي او تاریخی سیمې ډېرې خوښوم، ځکه سړي ته الهام او انرژي بښي.» دی وایي چې یو شمېر خلک او هنرپال کله ناکله تصویرونه فرمایش ورکوي چې ورته رسم یې کړي؛ خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو ذوق او علاقه‌مندي کمه شوې ده. سره له دې هم، دی خپلو زده‌کوونکو ته د انځورګرۍ او خطاطۍ زده کړې ورکوي. په خوست کې دغه انځورګر زیاتوي: «اوس څو کاله کېږي چې د…

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 09:52:36

مهالوېش

  1. Amu TV

    خوستی انځور ګر: د هنر بازار بې رنګه شوی | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-04 07:59:09

خوستی انځور ګر: د هنر بازار بې رنګه شوی | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button