Summary: د افغانستان کرکټ لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په درېیمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته د درېیو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبلړۍ دویمه بریا یې خپله کړه. د باختر اژانس د خبر له مخې، ایرلنډۍ لوبډلې په لومړي سر کې توپوهنه وکړه او په ۴۶.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان د توپاچوونکو له ډلې راشد خان غوره لوبه وکړه او د ایرلنډ درې لوبغاړي یې وسوځول.افغان لوبډلې د ۲۰۷ منډو ټاکل شوی هدف په ۴۴.۵ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او سیالي یې د درېیو وېکټو په توپیر وګټله.د یادې بریا په ترلاسه کولو سره افغانستان د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې له ایرلنډ څخه ۲ امتیاز مخکې شو، په داسې حال کې چې لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
افغان اتلانو ایرلنډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه
منابع
Afghan sources
افغان اتلانو ایرلنډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه