DevelopmentEnglishافغانستانلغمان
لغمان کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د شهید مولوي حبیب الرحمن په نوم د یوه پارک د جوړېدو چارې پیل شوې. د مهترلام ښاروال مولوي نظر محمد عتیق باختر اژانس ته ویلي، چې یاد پارک د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.اژانس ته نوموړي زیاته کړې، چې یاد تفریحي پارک پر پینځه جریبه ځمکه کې جوړېږي او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.په دې پروژه کې د پارک احاطوي دېوال، ګلدانونه، د بوټو کېنول، د پلي لارو جوړول او نورې اړینې برخې شاملې دي.د سرچینې په خبره، مهترلام ښاروالۍ سږ کال د ۱۲ پروژو د پلي کولو پلان لري، چې له ډلې یې څلور پیل شوې دي.
Quick facts
Locationلغمان
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-12 10:52:08
Timeline
-
Bakhtar
لغمان کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې