Healthافغانستاندریغور

په افغانستان کې دري اعشاریه اوه میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي

در حال تکمیلHealthغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-13 09:01:33🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا درې اعشاریه اوه میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه بنسټ نن په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو په منځ کې د حادې خوارځواکۍ کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده. د ماشومانو د ژغورنې صندوق زیاته کړې چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو څخه یو له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د بشري مرستو کمېدو روغتیايي خدمتونو ته د میلیونونو کسانو لاسرسی محدود کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، د بوديجې د کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه هم تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی چې په پایله کې یې شاوخوا څلور میلیونه کسان اغېزمن شوي دي. د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، د مرستو له کمېدو وروسته د لنډمهالو بودجو په کارولو سره توانېدلی چې خپل ۱۴ روغتیايي مرکزونه پرانیستي وساتي؛ خو د دغو مرکزونو او نورو روغتیايي خدمتونو راتلونکی لا هم له ګواښ سره مخ دی.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-13 09:01:33

خط زمانی

  1. Parstoday

    په افغانستان کې دري اعشاریه اوه میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-13 08:56:07

په افغانستان کې دري اعشاریه اوه میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button