افغانستانامنیتدریغزني

غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو د خلکو او لوبغاړو خوښي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-17 11:33:15🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د غزني یو شمېر خلک او لوبغاړي په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو خوښي څرګندوي؛ دغه لوبغالی د دوو پانګه‌والو له خوا د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونه جوړېږي، د نږدې درې زره نندارچیانو ظرفیت به ولري او پر اړینو اسانتیاوو به سمبال وي. په غزني کې د مناسب او معیاري کرکټ لوبغالي نشتوالی د دغه ولایت د لوبغاړو له مهمو ستونزو بلل کېږي. اوس دوه پانګه‌وال، امین‌الله غفاري او حکمت‌الله اپریدی هڅه کوي د یوه داسې لوبغالي په جوړولو سره دغه تشه تر یوه بریده ډکه کړي چې د تمرین او سیالیو لپاره اړینې اسانتیاوې ولري. امین‌الله غفاري پژواک ته وویل، په غزني کې یې د کرکټ د مینه‌والو او ځوانانو اړتیاوو ته په کتو په دې برخه کې پانګونه کړې ده. دی وایي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې پر دغه لوبغالي کار روان دی او تر اوسه یې نږدې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي. غفاري وویل چې په لومړي پړاو کې به پر دغه لوبغالي شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالر ولګوي او وروسته به د اړتیا له مخې نوره پانګونه هم وکړي. دی زیاتوي، هڅه شوې چې په دغه لوبغالي کې د لوبغاړو او نندارچیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي. د هغه په خبره، په لوبغالي کې به د لوبغاړو لپاره د…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-17 11:33:15

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو د خلکو او لوبغاړو خوښي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 16:01:40

غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو د خلکو او لوبغاړو خوښي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button