د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تسلیم شي. نوموړي همداراز ګواښ کړی، که عمان د هرمز تنګي د سوداګریزې بېړۍچلونې د بېرته عادي کولو په هڅو کې خنډ شي، امریکا به پرې برید وکړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکسپاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زدهکړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي. په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بېثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي. ۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ټرمپ: ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تسلیم شي
Sources
Afghan sources
ټرمپ: ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تسلیم شي