Kabulافغانستانامنیتپښتو

پر اوکراین د روسیې تازه برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-22 05:37:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اوکراین کې پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې تازه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي. د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي چې روسیې دوه ځلې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د نیپروپتروفسک ولایت په کریفيي ریه ښار کې پر یوه سوداګریزپر مرکز برید کړی او دویم برید له لومړي څخه شاوخوا نیم ساعت وروسته هغه مهال شوی چې د لومړي برید له امله رامنځته شوې اورلګېدنه روانه وه او ژغورنکي په سیمه کې وو. د دنیپروپتروفسک ولایت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي چې د ټپیانو په منځ کې څو ماشومان هم شامل دي. د ښار د دفاع شورا مشر اولکساندر ویلکول ویلي چې لږ تر لږه ۲۹ ټپیان په سخت وضعیت کې دي چې په هغوی کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ چې مغزي ټپ لري او څلور نور ماشومان هم شامل دي. هغه زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې لا هم د ودانۍ د خاورو او ویجاړیو په پاکولو بوختې دي او څو کسان ورک هم دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-22 05:37:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر اوکراین د روسیې تازه برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-22 10:06:07

پر اوکراین د روسیې تازه برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button