کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ نورو پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د مرمرینې ماڼۍ په مقر کې جوړه شوه. سرچینې زیاته کړې چې غونډې ته د منظورۍ لپاره ۳۴ پروژې وړاندې شوې او له هراړخیز بحث وروسته یې ۲۱ پروژې منظورې او په ۱۲ پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول. د اقتصادي معاونیت په خبره، د یوې بلې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د پروژې د بیې په اړه له ګټونکي شرکت سره خبرې وکړي او خپل راپور د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو پېرل، د هلمند د کادري روغتون جوړول او د بدخشان په شغنان، د میدانوردګو په چک او د کندوز په قلعهذال ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي. دغهراز، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش یو شمېر پروژې هم د منظور شوو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د تدارکاتو کمېسیون د ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې
سرچینې
Afghan sources
د تدارکاتو کمېسیون د ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې