بامیان (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): بامیان کې یو شمېر مالداران او لبنیاتبلورونکي وایي، د لبنیاتو د پروسس، ساتنې او بستهبندۍ برخو کې د اسانتیاوو نشتوالي د لبني محصولاتو بازار اغېزمن کړی او له حکومت او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې د لبنیاتو د معیاري پروسس او ساتنې مرکز ورته جوړ کړي. د بامیان په مرکز کې د «قرغنهتو» په نوم سیمه هغه ځای دی چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ورته شیدې، مستې، کورت، پنیر او نور حیواني محصولات د پېر او پلور لپاره راوړل کېږي. په دې سیمه کې مالداران او کلیوال په دودیز ډول کورت، شیدې، پیروی، پنیر، شړومبې، مستې، چکه، او کوچ تولیدوي او د ځایي سوداګرو له لارې بازار ته وړاندې کېږي. د قرغنهتو سیمې یوه اوسېدونکي علاءالدین پژواک ته وویل چې په سیمه کې د لبنیاتو تولید ښه دی، خو د کال په ډېرو میاشتو کې یې بازار کمزوری وي. دی وایي، د اخترونو پر مهال چې کورني او بهرني سیلانیان بامیان ته سفر کوي، د لبنیاتو بازار ښه کېږي، خو د کال په پاتې موده کې د دغو محصولاتو د پلور کچه راټیټېږي. دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس او بستهبندۍ یو معیاري مرکز جوړ کړي، څو محصولات په ښه کیفیت پروسس، بستهبندي او نورو سیمو ته ولېږدول شي او په دې توګه د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
بامیان کې مالداران او لبنیاتپلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي
منابع
Afghan sources
بامیان کې مالداران او لبنیاتپلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي