DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د کانونو وزارت په سوېلي او لوېدیځو زونونو کې د جیولوجیکي نقشې اخیستو… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-28 09:43:38🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په سوېلي او لوېدیځو زونونو کې یې د یو پر سل زره په کچه د جیولوجیکي نقشې اخيستو بهیر پیل کړی، چې موخه یې د افغانستان د کاني سرچینو د مطالعې، اکتشاف او غوره مدیریت لپاره د باوري معلوماتو راټولول دي. د کانونو او پټرولیم وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۵ کال د کاري پلان له مخې یې د ۱:۱۰۰۰۰۰ په کچه بنسټیزه جیولوجیکي سروې پیل کړې ده. سرچینې زیاته کړې چې د کانونو د سروې ریاست دوه مسلکي ټیمونه، چې انجنیران دي، پرون (پنجشنبه، ۶ وږی) جنوبي او لوېدیځو زونونو ته استول شوي، څو په ساحه کې د جیولوجیکي نقشې جوړولو چارې پیل کړي. د وزارت په خبره، دغه ټیمونه د کانونو د سروې د رییس ډیپلوم انجنیر محمدخلیل عالم‌خېل په مشرۍ په یادو سیمو کې خپلې ساحوي چارې ترسره کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجیسټانو او متخصصینو له خوا په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې د یو پر سل زره په کچه د جیولوجیکي نقشو برابرولو له لومړنیو تخصصي اقداماتو څخه دي. وزارت وایي، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د هېواد د معدني سرچینو د راتلونکو مطالعاتو لپاره جیولوجیکي معلومات راټول او علمي او تخنیکي ډیټابېس به جوړ شي….

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-28 09:43:38

Timeline

  1. Pajhwok

    د کانونو وزارت په سوېلي او لوېدیځو زونونو کې د جیولوجیکي نقشې اخیستو بهیر پیل کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 14:12:29

د کانونو وزارت په سوېلي او لوېدیځو زونونو کې د جیولوجیکي نقشې اخیستو بهیر پیل کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button