Newsافغانستاندری

ديني عالمان د میلادالنبي په مناسبت د مسلمانانو پر وحدت او يووالي ټینګار کوي

در حال تکمیلNews1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 10:17:06🎙 رادیو را بشنوید

دیني عالمان او د نظر خاوندان وايي، د حضرت محمد ﷺ د مبارک میلاد له مهمو پیغامونو څخه یو هم د مسلمانانو ترمنځ د وحدت، ورورګلوۍ او یووالي پیاوړتیا ده. دوی ټینګار کوي چې مسلمانان باید د رسول الله ﷺ له سیرت څخه په الهام اخیستو خپلمنځي اختلافات لمنځه یوسي او د مینې، یووالي او ورورولۍ فضا پیاوړې کړي. دیني عالم او د نظر خاوند مولوي نورالله کوثر وايي، د رسول الله ﷺ میلاد د بشریت لپاره د الله تعالی له سترو نعمتونو او لورینو څخه دی؛ ځکه د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ بعثت د رحمت، مهربانۍ، ورورولۍ او انسانیت پیغام له ځان سره درلود. نوموړی ټینګار کوي چې د میلادالنبي ﷺ یادونه باید یوازې د خوښۍ او نمانځنې تر کچې محدوده نه وي، بلکې مسلمانان باید د رسول الله ﷺ له ژوند، اخلاقو او سیرت څخه د خپل ورځني ژوند لپاره عملي درس واخلي. مولوي نورالله کوثر وايي، رسول الله ﷺ یوازې مسلمانانو ته نه، بلکې ټولو مخلوقاتو ته د رحمت پیغام راوړی و؛ نو د هغه پیروان هم باید له نورو سره د مینې، مهربانۍ، شفقت او ورورولۍ چلند وکړي. مولوي نورالله کوثر دغه راز زیاتوي، مسلمانان باید خپلمنځي اختلافات له منځه یوسي، یو بل ته د اخوت او ورورولۍ لاس ورکړي او د یوه مسلمان په درد او غم کې ځان شریک وبولي. همداراز مولوي نورالله…

اطلاعات کوتاه

موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 10:17:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    ديني عالمان د میلادالنبي په مناسبت د مسلمانانو پر وحدت او يووالي ټینګار کوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-29 10:12:12

ديني عالمان د میلادالنبي په مناسبت د مسلمانانو پر وحدت او يووالي ټینګار کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button